د ملګروملتونو د بشري حقونو د برخې مشره وایي، اسراییل په غزې کې د حماس په وړاندې د خپلو عملیاتو په دوام سره ښایې جنګي جرایم ترسره کړي وي.
ناوي پیلي نن په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په یوه بیړنۍ غونډه کې د خبرو پرمهال د اسراییلو له لوري په غزې کې د کورونو ورانول او د ماشومانو وژنه وغندل.
پیلي وایي، ډیرامکان شته چې په دې جګړه کې نړېوال قوانین دومره نقض شوي وي چې جنګي جرایمو ته ورسیږي.
نوموړي دغه راز د غزې له لوري هم پر اسراییلو راکټي بریدونه وغندل.