بل کلنټن: د اچ ای وي ایډز وژونکي ناروغۍ ختمول نژدې شوي دي

د امریکا پخواني ولسمشربل کلنټن د اچ ای وي ایډز په اړه یوه نړېوال کنفرانس ته په وینا کې ویلي چې د دغې وژونکي ناروغۍ ختمول نژدې شوي دي.

کلنټن نن په میلبورن کې د ایډز شلمي کلنۍ غونډې ته ویلي چې؛ له ایډزه پاکې نړۍ ته نژدې شوي دي.

خو کلنټن ویلي چې؛ لاهم شاوخوا دوه میلیونه کسان په اچ ای وي ویروس اخته دي او میلیونونه نورلاهم درملنې ته لاسرسی نه لري.

ملګروملتونو ۲۰۳۰ کال ټاکلی چې باید ترهغه وخته ایډز له منځه تللی وي.

په نړۍ کې شاوخوا پنځه دیرش میلیونه وګړي په اچ ای وي ایډز اخته دي.

کلنټن هغو شپږو استازو ته هم خپل درناوی وړاندې کړ چې؛ په مالیزیایې الوتکه کې همدغه کنفرانس کې د ګډون لپاره روان وه خو په اوکرایین کې راولویدله او مړه شول.