اروپایې ټولنې پر روسیې د بندیزونو پر ډیریدو موافقه کړې

د اروپایې ټولنې د بهرنیوچارو وزیرانو د اوکرایین په ختیځ کې د مالیزیایې الوتکې تر سقوط وروسته پر روسیې د بندیزونو پر ډیریدو موافقه کړې ده.

ویل کېږي، دغه الوتکه د روسي پلوه یاغیانو له خوا ویشتل شوې ده.

اروپایې ټولنې په یوې اعلامیې کې ویلي که چېرې روسیه خپله لاره بدله نه کړي او د اوکرایین ختیځ سرحد ته د جنګیالیو او وسایلو لیږل بند نه کړي، نو دغه بندیزونه به عملي شي.

دغو وزیرانو پرون په بروکسل کې د غونډې پرمهال پریکړه وکړه چې؛ هغه اقدامات چټک کړي چې تیره اونۍ د اروپایې ټولني مشرانو په یوه غونډه کې موافقه پرې کړې وه.

د رویټرز خبري اژانس وایي، د اروپایې ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د لومړي ځل لپاره د اروپایې هېوادونو مارکېټونو او د دفاعي او انرژۍ ټکنالوژۍ ته د روسیې د لاسرسي د محدودولو امکان مطرح کړ.

د اروپایې ټولني استازي به سبا د اوسنیو بندیزونو پر لا پراخیدو بحث وکړي.

د اوکرایین او لویدیځو هېوادونو چارواکي وایي، داسې شواهد په لاس کې لري چې ښیې د جولای پر اولسمه مالیزیایې الوتکه د روسي پلوه بیلتون غوښتونکو له خوا ویشتل شوې ده.