د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري د اسراییلو او حماس ترمنځ د دوو اونیو جګړو د ختمولو د هڅې په هدف اسراییلو ته ورسید.
کري نن په یوه پوځي جټ الوتکي کې په بین ګوریون هوایې ډګر کې کښته شو. دغه هوایې ډګرته د غزې تړانګې له خوا د راکټي بریدونو د ګواښونو له کبله د امریکا سوداګریز پروازونه ځنډول شوي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کې مون هم په اسراییلو کې دی ترڅو په غزې کې د اسلامپالې ډلې حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند لپاره دیپلوماتیکي هڅې وکړي.
اسراییلو د جولای پراتمه د حماس له لوري د اسراییلو پرخاوره د راکټي بریدونو د مخنیوي په هدف پرغزې بریدونه پیل کړه.
د دغو شخړو د پیل راهیسي څه باندې شپږ سوه فلسطینیان چې ډیری یې ملکي وګړي دي او ۲۹ اسرایلیان وژل شوي. په اسراییلي وژل شویو کې دوه تنه ملکي وګړي وه.