نور: د جمهوري ریاست انتخاباتو د رایي پاڼو د تفتیش پروسه به سرله سبا بیرته پيل شي

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، چې د جمهوري ریاست انتخاباتو د رایي پاڼو د تفتیش پروسه به سرله سبا بیرته پيل شي.

د دغه کمیسیون ویاند نورمحمد نورنن په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې د رايي پاڼو د تفتیش بهیر د تیرې ورځې له مازدیګر راهیسي د دواړو کاندیدانو د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د یولړ ستونزو له امله بند شوی وو.

نوموړي زیاته کړه چې؛ د دواړو انتخاباتي ټیمونو استازو او د ملګرو ملتونو د غړو ترمنځ نن په همدې اړه غونډه کې تصمیم نیول شوی، چې د دې بهیر د لا شفافیت په خاطر به دا پروسه سر له سبا څخه په جدیت سره له سره پيل شي.