د ازادۍ راډیو د حقیقت څه دی په پروګرام کې دا اوونۍ د کابل د نړېوال هوایې ډګرد سرحدي پولیسوعمومي قومندان مل پاسوال حقنواز حقیار را سره میلمه دی.
ښاغلی حقیار وایې، پر یاد هوایې ډګر د وسله والو مخالفینو وروستیو حملو ته په کتو یې امنیتي ساحه پراخه کړې او امنیتي تدابیر یې هم جدي کړي دي.
د کابل نړېوال هوایې ډګر په وروستیو کې د یو لړ راکټي او ډله ییزو حملو شاهد و.
دغه مرکه په کابل کې د آزادۍ راډيو خبریال محمد قسیم سوله مل کړې ده.
Your browser doesn’t support HTML5