د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، د هلمند د سنګین ولسوالۍ په جګړې کې ۱۰۵۲ کورنیو او بهرنیو وسله والو د دې لپاره برخه اخیستې وه، چې د طالبانو قوت او یووالی وښيي.
د ملي امنیت دعمومي ریاست ویاند حسیب صدیقي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په سنګین کې درې سوه روزل شوي پاکستاني ملیشې هم د طالبانو په لیکو کې جنګیدې.
صدیقي وویل، د دوی استخباراتي معلومات ښيي، چې په هلمند کې د پاکستاني ملیشو او طالبانو د جګړې یو علت دا هم وو، چې افغان حکومت کمزوری وښيي.