په کابل کې د وروستیو حملو او پر فلسطین باندې د اسراییلو د هوايي بمباریو په ضد مظاهره وشوه

د کابل ښار لسګونه اوسیدونکو او د افغانستان د همبستګۍ ګوند غړو په هېواد کې د وسله والو مخالفینو د وروستیو حملو او پر فلسطین باندې د اسراییلو د هوايي بمباریو په ضد مظاهره وکړه.

دغو مظاهره کوونکو د یادو حملو د غندلو ترڅنګ، چې په سلګونو کسان په کې وژل شوی دي، له حکومت او نړېوالې ټولنې نه وغوښتل، چې د اسراییلو او په افغانستان کې د وسله والو د حملې مخه ونیسي.

مظاهره کوونکو په حکومت انتقاد وکړ او وې ویل، چې نور باید د طالبانو د حملو په وړاندې چوپه خوله پاتې نه شي.