په سمنګان ولایت کې یوې ۲۲ کلنې پیغلي د کورني تاوتریخوالي له امله ځان وژلی دی.
د دغه ولایت د حضرت سلطان ولسوال سراج الدین فطرت نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې پيښه تیره شپه ددې ولسوالۍ په اسیا اباد سیمه کې شوې ده.
نوموړي وویل، چې دغه نجلۍ د دولسم ټولګي زده کوونکې ده، خو دا یې روښانه نه کړه، چې د کوم ظلم له امله یې ځان وژلی دی.
په شمال کې د بشري حقونو کمیسیون دغلته د یادو پيښو پر زیاتوالې اندیښنه ښودلې.