د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري پرون د مصرپه پلازمینه قاهرې کې د هغه هېواد له چارواکو سره ولیدل.
دواړو لورو په غزې کې د حماس او اسراییلو ترمنځ د جګړو د ختمولو پرهڅو خبرې وکړې.
جان کري د حماس له ډلې وغوښتل چې د یوه اوربند د اساساتو پر وړاندیز بحث وکړي.
دغه وړاندیز چې مخکې مصر وړاندې کړی وو، د حماس له لوري رد شوی دی.
په همدې حال کې راپورونه وایي، اسراییلي ځواکونو د ملګروملتونو پر یوه داسې ښوونځي برید کړی چې بې ځایه شوي فلسطینیان په کې پناه شوې وه.
وروسته له هغه چې له غزې څخه یو راکټ په تل ابیب کې هوایې ډګرته نژدې ولګید، د امریکا، اروپا او کاناډا عمده هوایې شرکتونو اسراییلو ته خپل پروازونه ځنډولي دي.
اسراییلو د جولای پراتمې نیټې له غزې څخه د راکټي بریدونو د بندولو په هدف خپل بریدونه پیل کړه.