په بغداد کې تیره شپه د یوې انتحاري حملې په نتیجه کې لږترلږه ۲۱ کسان ووژل شول او ۳۵ نور ټپیان دي.
پولیسو ویلي انتحاري له چاودونکو موادو ډک موټر په کاظمیه سیمه کې د امنیتي ځواکونو له پوستې سره نزدې منفجر کړ.
په وژل شوو کسانو کې ۷ تنه يې پولیس دي.
پولیسو ویلي، د حملې پرمهال د موټرو یو اوږد کتار د پوستې ترڅنګ ولاړ و.
راپورونه وايي، زیات کسان دغلته د الخادم جومات ته د لمانځه لپاره روان وو.