د کرکټ افغان ملي لوبډلې د زیمبابوې لوبډلې ته د دوو ویکټونو په تفاوت ماته ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې لوبډلې ته د دوو ویکټونو په تفاوت ماته ورکړه.

په دې بریا کې دولت ځدران ښه وځلید ځکه یوازې په اوو بالونو کې وتوانید ۲۴ منډې د افغانستان لپاره جوړې کړې.

زیمبابوې د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره په ۵۰ اور کې ۲۶۱ رنزه واخستل، خو د افغانستان لوبډله په وروستي اور کې په داسې حال کې چې خپل اته لوبغاړي یې سوځیدلي ول ، دغه هدف ته ورسیدل.

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د څلورو لوبو لړۍ تر ۱-۲ د زیمبابوې په ګټه ده.

دا دریمه لوبه وه او تمه کیږي چې څلورمه او وروستۍ لوبه سبا پنجشنبه د دواړو هېوادونو ترمنځ وشي.