هغه اورګاډی چې د مالیزیايې الوتکې د قربانیانو مړي په کې دي، خارکییف ته رسیدلی

هغه ټرین چې د اوکراین په ختیځ کې د مالیزیا د هوایي شرکت د غورځیدلې الوتکې د قربانیانو مړي یا پاته شونې په کې دي، خارکییف ښار ته رسیدلی دی.

دا ټرین چې په یخچالونو سمبال دی او د ۲۸۰ کسانو پاته شونې په کې دي، نن له غرمې مخکې خارکییف ته ورسیده. دا ښار د اوکراین د حکومت تر واک لاندې دی.

د جولای په ۱۷ مه د مالیزیا د هوایي شرکت په الوتکه کې ۲۹۸ کسان وژل شوي وو.

اوکرایني او لویدیځ چارواکي وایي، کافي شواهد شته چې ښیې الوتکه روس پلویو بیلتون غوښتونکو ویشتلې ده.

له خارکییفه به مړي امستردام ښارته چې الوتنه له هغه ځایه پیل شوي وه، انتقال شي.

له بلې خوا، د ملګروملتونو امنیت شوری پرون د رایو په قاطع اکثریت سره یو پریکړه لیک تصویب کړ او د اوکراین په ختیځ کې د مالیزیا د هوایي شرکت د الوتکې راغورځول یي وغندل.

په پریکړه لیک کې دغه رازله وسله والو ډلو غوښتل شوي چې د پېښې ځاي ته د بشپړ، امن او له کوم قید پرته د تلو اجازه باید ورکړي.