ډابینز: علمیات په د وروستي وسله وال ترپایه پورې ادامه ولري

د افغانستان او پاکستان لپاره امریکا ځانګړي استازي جیمز ډابنز تیره ورځ اسلام اباد کې د پاکستان د نظامي او سیاسي چارواکو سره وکتل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي، په دغه لیدنه کې په شمالي وزیرستان کې د پاکستان ځواکونو له خوا د پیل شوو علمیاتو او د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې وشوې.

پاکستاني چارواکو د دې لیدنې پر مهال یوځل بیا ټینګار وکړ چې د شمالي وزیرستان په عملیاتو کې ټولو وسله والو ډلو ته په یوه سترګه کتل کیږي. د دوی په خبره دا علمیات په د وروستي وسله وال ترختمه پورې ادامه ولري.