لغمان: وسله والو طالبانو په الینګار ولسوالۍ کې پنځه ملکي وګړي وژلي دي

د لغمان ولایت په الینګار ولسوالۍ کې شپږ تنو ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک ازادۍ راډيو ته ويلي، چې تېرماښام د اوو بجو په شاوخوا کې د الینګار ولسوالۍ اړوند د تګ او ساندروا ترمنځ سیمه کې د دولت وسله والو طالبانو په یوه سراچه موټر ډزې کړي، چې په پایله کې پینځه تنه ملکي وګړي او یو محلي پولیس په کې وژل شوي او یو تن ملکي کس زخمي شوی دی.

وسله والو طالبانو د يادې پيښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.