د کابل ښار د ۱۵مه حوزې اړوند خواجه بغرا سیمه کې یوه چادونه شوې.
افغان امنیتي چارواکو پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې په دې پېښه کې ۴ تنه وژل شوي شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.
د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت الله ستانکزي د پېښې په اړه ازادي راډیو ته وویل؛ چې پېښه سهار شاوخوا شپږنیمې بجې د خواجه بغرا په سیمه کې چېرته چې د کورنیو چارو وزارت له نشه یي موادو سره د مبارزې اداره او د بهرنیو ځواکونو یو بېس موجود دی شوې.
ستانکزي وویل، د دوی د لومړنیو څېړنو له مخې چاودنه د بهرنیو ځواکونو په یوه مشترک بېس کې شوې او د پېښې قربانیان ټول بهرنیان دي. خو د چاودنې څرنګوالی لاتر اوسه روښانه نه دی.
ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالب وسله والو ویاند بولي د پېښې مسوولیت منلی او ویلي یې دي، چې په یوه تکتکي برید کې په همدې اډه کې دننه بهرنیو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دا حمله په داسې حال کې کیږي، طالب وسله والو په افغانستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او تېره پنجشبه یې هم د کابل پر هوايي ډګر وسله وال برید ترسره کړ.