په عراق کې بېلابېلو پېښو لسګونه کسان وژلي دي

د بغداد په جنوب شیعه ګاونډ کې د یکشنبې په ورځ ۹ کسان ووژل شول.

پولیس وایي، د هاوان یوه ګولۍ د شیعه ګانو مذهبي ځای، حسینیه ته څیرمه لګیدلې ده.

تراوسه نده څرګنده چې دا ګولۍ چا ویشتلې ده.

پولیس او روغتیایي چارواکي وایي، د بغداد په لویدیځ، ابوغریب سیمه کې د سړک د غاړې دوو بمې چاودنو کي پنځه تنه رضا کاره شیعه جنګیالي وژل شوي دي.

پرون په بغداد کې یوه بله خونړۍ ورځ وه چې؛ په بمي چاودنو کې لږ ترلږه ۲۷ کسان چې اکثر یې شیعه ګان وو، وژل شویدي.

د دې چاودنو مسولیت د عراق او شام اسلامي دولت وسله والو منلی دی.