راپورونه وايي د بغداد د جنوب په يوه ښارګوټي کې چې ډېرى اوسېدونکي يې شيعه ګان دي، نهه کسان وژل شوي دي.
پوليس وايي، څو توغندي د شيعه ګان پر يوه مذهبي سيمه ولګېدل.
لا څرګنده نه ده چې، دغه توغندي چا ويشتلي دي.
دغه راز پوليس او روغتيايي سرچينې وايي؛ د بغداد په لوېديځ ابوغريب کې د سړک د غاړې د دوو بمونو چاودنو پنځه شيعه رضاکار جنيګالي وژلي دي.
دا پېښې په داسې حال کې کیږي چې؛ تر دې مخکې بغداد د نورو وژنو شاهد و.
وړمه ورځ د بغداد په عمدتاً شيعه مېشته سيمه کې د بمي چاودنو له کبله لږ تر لږه ٢٧ کسان ووژل شول.
د عراق او شام د اسلامي دولت وسله والې ډلې د يکشنبې د ورځې د بمي بريدونو مسووليت منلى دى.