تمه ده چې، د هالنډي متخصصانو یوه ډله نن د اوکراین د ختیځ هغې سیمې ته ورسېږي چې؛ د مالیزیا د هوايي کرښې یوه الوتکه په کې نسکوره شوې ده.
د هالنډ صدراعظم "مارک روټ" Mark Rutte چې؛ ۱۹۲ هېوادوال یې په دې الوتکه کې وو؛ وویل چې، هالنډی ټیم به د نسکورې شوې الوتکې د قربانیانو په پېژندنه کې مرسته وکړي. نوموړي زیاته کړه چې، د جسدونو انتقال به ترهرڅه مخکې د ده په لومړیتوب کې وي.
د راپورونو له مخې د اوکراین په ختیځ کې روس پلوو بېلتونپالو د دې الوتکې د نژدې دوه سوه سپرلیو مړي پرون په څلورو یخچال لرونکو موټرو کې کوَټه (ځای پرځای) کړل.
د اوکراین مرستیال صدراعظم ولادیمیرګرویسمان تایید کړه چې؛ د قربانیانو مړي به د لابراتواري معاینو لپاره د اورګاډي په یخچال لرونکو واګونونو کې خارکیف ښار ته واستول شي.
د اوکراین د بېړنیو خدماتو ادارې وویل چې؛ ټول ۲۵۱ مړي او په ګڼ شمېر د بدن غړي تراوسه موندل شوي دي.
د مالیزیا د هوايي شرکت د دې الوتکې له نسکورېدو څلور ورځې تېرې شوي؛ خو لاهم نړیوال څېړونکي هغې سیمې ته چې الوتکه په کې نسکوره شوې ده؛ محدودو لاسرسی لري.