نیمروز: په چهار بورجګ ولسوالۍ کې د ماین په چاونه کې درې ملکيان وژل شوي دي

د نیمروز ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په چهار بورجګ ولسوالۍ کې د ماین په چاونه کې درې ملکي کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د دغه ولایت د والي ویاند احمد عرب ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه کسان نن سهار له یادې ولسوالۍ نه مرکز زرنج ته په لاره وو، چې موټر یې په خښ شوي ماین برابر شو.

په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.