د ځینو اختلافاتو له امله د رایو د تفتیش پروسه له نن سهار راهیسې ځنډیدلې

د جمهوري ریاست د دواړوکاندیدانو د څارونکو ترمنځ د ځینو اختلافاتو له امله د رایو د تفتیش پروسه له نن سهار راهیسې ځنډیدلې ده.

په دې کمیسیون کې د ازادۍ راډیو خبریاله وایي، چې دا مهال د کمیسیون د چارواکو او د یوناما د استازو ترمنځ د دې اختلافاتو د هواري په مقصد غونډه روانه ده، خو معلومه نه ده، چې څه وخت به دغه بهیر له سره پيل شي.

په همدې حال کې د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم یوه ویاند طاهر زوهیرهم د تفتیش د پروسې ځنډیدل تاید کړل خو وې ویل، چې د بیا پیلیدو لپاره یې هڅې پيل شوي دي.

ښاغلي زوهیر ونه ویل، چې د دواړو کاندیدانو د څارونکو ترمنځ دغه اختلافات په کومو مواردو دي، خو د همدې انتخاباتي ټیم یوې بلې سرچینې وویل، چې اختلافات د رایو د باطلیدو د معیارونو پر سر دي.

د عبدالله عبدالله څارونکي وایي، هغه رایې باید باطلې شي، چې د ټیک مارک پر ځای په کې لاسلیک شوی، خو د اشرف غني څارونکي ورسره موافق نه دي.