استادان: صدیق افغان غواړي، د علومو اکاډۍ ملکیت غصب کړي

د افغانستان د علومو اکاډمۍ یو شمېر استادان ادعا کوي، چې صدیق افغان د یو شمېر امنیتي ځواکونو په ملاتړ غواړي، د علومو اکاډۍ ملکیت غصب کړي.

صدیق افغان د فلسفي ریاضي د تحقیقاتي مرکز مشر دی او ادعا کوي، چې د علومو اکاډمۍ ملکیت د دوی د مرکز په نوم ثبت دی او باید دوی ته وسپارل شي.

د علومو اکاډمۍ یوه استاد عبدالاحد منګل ازادي راډیو ته وویل، چې د اکاډمۍ ریس د امنیتي ځواکونو له خوا ګواښل شوی او د اکاډمۍ د غصب هڅې روانې دي.

د کابل د لسمې ناحیې ریس سید نظام الدین وحدت هم وایي، چې د علومو اکاډمۍ ملکیت د فلسفي ریاضي د نړېوال تحقیقاتي مرکز په نوم ثبت دی:

″زموږ د ملکیتونو په دفتر کې د نړۍ د فلسفي ریاضي د مرکز په نوم ثبت دی، خو د علومو اکاډمي ادعا کوي چې؛ تر دې وړاندې چې په دغه نوم ثبت شي دا د علومو د اکاډمۍ د ملکیت یوه برخه وه″

نوموړي وویل، چې دغه موضوع حقوقي بڼه لري او باید له قانوني پلوه ورته د حل لاره پیدا شي.

د علومو اکاډمۍ دغه ملکیت د کابل د زنبق څلورلارې په سیمه کې موقعیت لري.