د هند هوايي شرکت کابل ته د خپلو الوتکو پروازونه بیا پیل کړل

د هند هوايي شرکت کابل ته د خپلو الوتکو پروازونه، چې درې ورځې وړاندې یې درولي ول، بیا پیل کړل.

د هند د هوايي شرکت (اییرانډیا) یوه چارواکي وویل، چې دوی افغانستان ته د خپلو الوتکو الوتنې بېرته پیل کړي او الوتنې به یې په عادي ډول روانې وي.

هند وروسته له دې کابل ته د خپلو الوتکو پروازونه ودرول چې د اوکراین په فضا کې د مالیزیا د هوايي شرکت یوه الوتکه وویشتل شوه او ټوله ۲۹۸ سپرلي ووژل شوه.

د هند هوايي شرکت دا اعلان له دې سره سره وکړ، چې د دغه هوايي شرکت یو شمېرپېلوټانو په مومبي کې کابل ته له الوتنو سره مخالفت وکړ او ویې ویل، چې پردوی په سیاسي انګېزه فشار دی چې کابل ته الوتنې بېرته پیل کړي.

د هند د ملکي هوايي ادارې چارواکي وايي، چې پر پېلوټانو هیڅ راز فشار نه دی راوړل شوی.