جیلاني: سږ کال په پراختیايي بودجه کې یوویشت ملیارد ډالره کسر راغلی

د افغانستان د ماليې وزارت وايي چې د نړېوالو مرستو د ځنډيدو له امله، سږ کال په پراختیايي بودجه کې یویشت ملیارد ډالره کسر راغلی دی.

د دې وزارت ویاند عبدالقادر جیلاني پرون [شنبې] ازادي راډیو ته وویل چې؛ په وروستیو کې له افغانستان سره د نړېوالې ټولنې مرستې ځڼډول شوې دي:

″په دې وروستیو کې [نړېوالې] مرستې ځنډول شوې او کمې شوې دي.

هغه مرستې چې موږ ته باید رسیدلې وای، سږ کال نه دي را رسیدلي چې موږ یې له مالي ستونزو سره مخامخ کړي یو.″

د مالیې وزارت چارواکي وايي، چې انګشافي بودجه سږکال ۱۴۸ ملیارد افغانیو ته رسیږي او هیله څرګندوي چې د بودجې د کسر ستونزه به ژر تر ژره حل شي.