عراقي چارواکو ویلي، د مرکز بغداد په درېیو شیعه میشتو سیمو کې د یو لړ موټر بمي چاودنو له امله لږ تر لږه پنځلس کسان وژل شوي دي.
د چارواکو په خبره دا چاودنې په بغداد کې نن له هغې ځانوژونکې حملې څو ساعته وروسته وشوې چې؛ په نتیجه کې یې اوو کسان ووژل شول.
ځانوژونکي حمله د جنوبي بغداد په ابودشیر سیمه کې د پولیسو په یوه چیک پاینټ کې وشوه.
له ځانووژنکې حملې وروسته د بغداد په جنوب ختیځ بایا، د شمال په ګاونډ خازیمیه او د جنوب په جهاد سیمه د موټر بم چاودنې وشوې چې پکې ۴۲ کسان ټپيان هم دي.