مظاهره چیان: د سلطان غازی بابا په ښارګوټي کې بنده شوې لاره دې خلاصه شي

د لغمان د مهترلام ښار په لسګونو اوسیدونکو د شنبې په ورځ مظاهره وکړه او له مسولو کسانو څخه يې وغوښتل؛ چې د سلطان غازی بابا په شهرک کې؛ چې د یوه کور د جوړېدو له امله د دې ښارګوټي لاره بنده شوې؛ بېرته خلاصه کړي.

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک د مظاهرچیانو له خوا راپورته شوې ستونزه تاييد کړې او په خبره يې په دې اړه د دې ولایت استناف محکمې پرېکړه کړې؛ چې د کور جوړونکی دې، پر شپږو میاشتو بند محکوم او کور تخریب شي، ځکه یاد کس په غیرې پلاني ساحه کې کور جوړ کړی دی.

ځواک وايي، د محکمې پریکړه د تطبیق لپاره د څارنوالی له لارې قومندانۍ ته استول شوې ده.