یوې نړیوالې څارونکې ټولنې ویلي د اسلامي دولت پوځیانو چې داعش یې هم بولي د جولای په اولسمه کله چې په سوریه کې یې د طبیعي ګازو یوه ساحه په خپلې ولکې کې راوسته دوه سوه او اویا عسکر، ساتونکي او کارکونکي یې ووژل.
په انګلستان کې میشت د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې نن ویلي چې؛ ډیری کسان د القاعدې له ملاتړه برخمنو وسله والو د سوریې په ختیځ کې د حمص ښار ته نږدې د شاهر د ګازو په میدان کې وژل شوي دي.
تر اوسه پورې د دې رپوټ د حقیقت په اړه شک موجود دی.
د سوریې دولتي رسنیو د جولای په نولسمه د دغه رپوټ په اړه کومه تبصره نه ده کړې.
څارونکي ډلې وايي، په سوریه کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې چې خلکو اعتراضونه پیل کړل او وروسته د ولسمشر بشاراسد پلوي عسکرو پرې حملې وکړې ۱۷۰ زره کسان وژل شوي دي.