د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو خپل پوځ ته امر کړی چې؛ په غزه کې د وسله والو پر ضد د ځمکنيو عملیاتو پراختیا ته باید چمتو وي.
نتنیاهو نن کابیني ته وویل، یوازې هوایي حملې هغه تونلونه له منځه نه شی وړلای چې حماس ورڅخه د اسراییلو پر جنوب توغندي وروي.
له بلي خوا، ټاکل شوې چې، د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس ترکیې ته لاړ شي او د یوه اوربند د رامنځ ته کېدو هڅې کوي. د مصر په منځګړتوب د اوربند وړاندیز حماس ډلې رد کړی و.
د اسراییلو پوځ په غزې تړانګه کې د پنجشنبې په ورځ محدود عملیات وکړل او وایي، په دې عملیاتو لږ ترلږه ۱۱ تنه فلسطینیان او یو اسراییلی عسکر وژل شوي دي.
اسراییلو د حماس د توغندیو د بندولو په مقصد په تیرو لسو ورځو کې په عزې تړانګې شاوخوا دوه زره بریدونه کړیدي. د اسراییلو په عملیاتو کې لږترلږه ۲۶۴ فلسطینیان وژل شوي چې؛ اکثر یي ملکیان دي.