اکسین د انتخاباتو کمیسیون ته یو لړ وړاندیزونه کړي

اکسین یا د انتخاباتو لپاره دافغانستان د مدني ټولني د بنسټونو شبکه؛ د ټولو رایو د تفتیش او د شفافیت د ټینګولو په خاطر د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته یو لړ وړاندیزونه کړي.

د شفافو انتخاباتو د بنسټ رییس محمد نعیم ایوب زاده، او د دغه شبکې د بورډ غړي په یوې خبري غونډه کې نن په کابل کې وویل؛ چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید د رایو د سل په سلو کې شمېرل او تفتیش د کورنیو او بهرنیو څارونکو، د مدني ټولنو د بنسټونو او د رسنیو ترڅار لاندې سرته ورسوي.

په همدې حال کې د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې؛ ملي او نړیوال څارونکي، د مدني ټولنو بنسټونه او د رسنیو استازي د رایو د تفتیش په پروسه کې شتون لري.