د انتخاباتو کمیسیون ته د مدني ټولنو یوشمېر وړاندیزونه

د انتخاباتو لپاره د افغانستان د مدني ټولنو شبکې اکسین د ټولو رایو د بیا شمېرنې او تفتیش لپاره د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته یو شمېر وړاندیزونه وکړل.

د دغې شبکې غړو په یوه خبري کنفرانس کې وویل، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید د خپل تفتیش پرمهال د کورنیو او بهرنیو څارونکو او دغه راز د مدني ټولنو د غړو موجودیت ته زمینه برابره کړي.

په همدې حال کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، د رایو د تفتیش په بهیر کې به ملي او نړېوال څارونکي، د مدني ټولنو غړي او د رسنیو استازي حضور ولري.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د دارالانشا د رییس ټاکل کیدل او د رایو د تفتیش پرمهال له مدني ټولنو او خلکو سره د دغه کمیسیون د کاري مهال ویش شریکول، هغه پیشنهادونه دي چې اکسین د انتخاباتو کمیسیون ته وړاندې کړي دي.

د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنو شبکې اکسین غړو د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې یوه پریکړه لیک صادر کړ، چې د دوی سپارښتنې او پیشنهادونه په کې ځای شوي وو.

د شفافو انتخاباتو د بنسټ مشر او د اکسین د رهبري بورد غړی محمد نعیم ایوب زاده وویل، چې د شفافیت د رامنځ ته کیدو لپاره باید د انتخاباتو کارکوونکي د تفتیش پرمهال د دوی پیشنهادونه او سپارښتنې په نظرکې ونیسي:

دا یو ډیر ښه موقع ده په دې شرط چې نړېوال او ملي څارونکي بنسټونه هلته حاضر وي، له پروسي عملآ څارنه وکړي او په دغه ډيره حساسه مرحله کې ټول انتخاباتي فعالیتونه په ګډه مخ ته یوسي، هیله من یم د تفتیش دورې له پیله د وروستیو پایلو پورې خپل کاري جدول ټولو څیړنیزو بنسټونو او رسنیو ته په اختیار کې ورکړي

ښاغلي ایوب زاده زیاته کړه، د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید د رایو شمېرلو او تفتیش بهیر د ملي او نړېوالو څارونکو، مدني ټولنو او رسنیو د استازو تر نظارت لاندې ترسره کړي.

دغه پیشنهادونه په داسې حال کې د اکسین شبکې له خوا کیږي چې د ولسمشرۍ د دویم دورانتخاباتو د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر د پنجشنبې په ورځ د سلو کاري ټیمونو له خوا پیل شو.

په همدې حال کې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وایي، د ټولو رایو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیربه د کورنیو او بهرنیو څارونکو، د کاندیدانو د استازو، مدني ټولنو او رسنیو په وړاندې ترسره شي.

د دغه کمیسیون ویاند نورمحمد نور ازادۍ راډيو ته وویل، دوی د انتخاباتي ټیمونواو ملګرو ملتونو په مرسته پر یوه مهال ویش کار کوي چې د بشپړیدو په صورت کې

به د مدني ټولنو له ټولو بنسټونو سره شریک شي:

″هغه عمومي تاریخونه چې مهم او اساسي دي د مطبوعاتو له لارې اعلان شوي دي، په درې اوونیو کې دغه تفتیش پای ته رسیږي، ولې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کاندیدانو او ملګرو ملتونو سره په یوه دقیق مهال ویش کار کوي، کله چې نهایې شي دا به په رسمي ډول د مدني ټولنو سیاسي احزابو او هغه نهادونه چې په دغه پروسه کې دخیل دي شریک شي .

په عین وخت کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون غړې شریفه زرمتی وردک وایي، تراوسه د دغه کمیسیون د دارالانشا د نوي رییس د ټاکلو په اړه تصمیم نه دی نیول شوی.

د میرمن زرمتی په وینا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا د رییس نه شتون به د جمهوري ریاست د دویم دور انتخاباتو د ټولو رایو د تفتیش پربهیر منفي اغیز ونه کړي.

په همدې حال کې د جمهوري ریاست کاندید عبدالله عبدالله وایي، چې دواړو کاندیدانو یو یو کس کمیسیون ته معرفي کړی، ترڅو د کمیسیون د دارالانشا مربوط کارونه وڅاري.

راپور: نجیبه زمان