کونړ: د امنیتي ځواکونو او طالبانو په جګړه کې د یوې کورنۍ دوه ماشومان وژل شوي

د کونړ چارواکي وایي، چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ وسله واله جګړه کې د یوې کورنۍ دوه ماشومان وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ نور ټپيان شوي دي.

د دې ولایت امنیې قومندان عبدالحبیب سیدخیل ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه جګړه تیره شپه د چپې درې په ولسوالۍ کې شوې او د دې کورنۍ غړو ته مرګ ژوبله هم د طالبانو د یوه توغندي له امله اوښتې ده.

نوموړي وویل، چې دغه نښته کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د طالبانو د تلفاتو په اړه هم معلومات نه لري.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.