کله په ښوونځي کې اول نمره شوي يئ؟ او که همدې ارمان سره مو لیسه خلاصه کړې ده؟ د دې اوونۍ په تاندې څانګې کې په ښوونځیو کې د نمرو په سيسټم او ورپورې تړل شویو ځینو ستونځو په اړه غږیږو. تر څنګ یې یو افغان ځوان سایرځلاند راسره د زړه خواله کړې چې څه موده وړاندې یې د جنوبي (سهيلي) اسیا هېوادونو په ۲۵ ژورنالیستانو کې دوهم مقام تر لاسه کړی.
د ښوونځي په ازموینو کې اول نمرګي هغه د چا خبره داسې مقام دی، چې هم پخپله زده کوونکی ورته لیواله وي او هم یې کورنۍ غواړي چې اولاد یې اول نمره فارغ شي. نو مالومه خبره ده چې دې ارمان ته د رسېدو لپاره به هر څوک هڅه کوي. د چا چې په برخه شي نو هغه بل به یوه نیمګړتیا حس کوي او حسادت به ورسره کوي. د افغانستان په ښوونځېو کې د دوهم نمره او دریم نمره په نسبت اول نمره خاص امتیازات لري، دا خبره یو ځوان هارون کوي.
د وردګ اوسېدونکی حسن الله همت هم وايي چې عموماً له اول نمره سره د استادانو ښه چلند او ډېر پام نور زده کوونکي له ده سره کینې ته هڅوي، دی اول نمره د استاد سکرټر بولي.
وارث بریمن یو وخت له خپل اول نمره سره حسادت درلود، خو وروسته بیا نورو له ده سره کاوه، دی واي زده کوونکو ته د نمرو ورکولو دا سیسټم ښه نه دی، زیاتوي چې که چېرې دا سيسټم په درجه بندۍ یا په اصطلاح د ګرېډ په سیسټم واوړي نو ښه به وي.
خو د پوهنې وزارت د نشراتو مسؤل محمد کبیر حقمل که څه هم هند یادوي چې هلته د درجه بندۍ سیسټم دی، خو وايي چې د نمرو ورکولو اوسنۍ سیسټم هم ښه دی او کوم مشکل نه لري.
خو لیکوال او صاحب نظر ډاکټرمحب الله زغم وايي، د نمرو ورکولو اوسنۍ سیسټم چې یو ځانګړی زده کوونکی پکې اول نمره کیږي د زده کوونکو تر منځ تربګني او کاذب غرور پېدا کوي، دی د درجه بندۍ سیسټم په یو شمېر دلایلو ګټور بولي او له راتلونکي نوي دولته هیله مند دی چې په ښوونيز نصاب کې دې ګټور بدلونونه او د درجه بندۍ سیسټم رامنځ ته کړي.
سایرځلاند د سهيلي اسیا د ۲۵ ژورنالیستانو تر منځ دوهم مقام تر لاسه کړی.
ځوان افغان لیکوال او ژورنالیست سایر ځلاند د سهيلي اسیا د ۲۵ ځوانو ژورنالیستانو تر منځ دوهم مقام تر لاسه کړی دی، ده هم غوښتل چې لومړی مقام تر لاسه کړي. خو د دومره هیوادونو تر منځ دوهم مقام هم کومه وړه خبره نده.
سایر ځلاند د انټرنټ له لارې د ژورنالیستانو د نړېوالې ټولنې یا ICFJ لخوا د یوه روزنيز ورکشاپ په اړه خبر شو، په اصطلاح اپلايي یې ورته وکړه. دې پروګرام ته له افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دیش، نیپال، بوټان او سري لانکا هېوادونو نږدې ۳۰۰ ځوان ژورنالیستان انتخاب شول. خو له ۶ اوونيز روزنيز کورس وروسته له یادو هېوادونو یوازې ۲۵ کسه وروستي پړاو ته بریالي شول. چې له افغانستانه د یوې نجلۍ په ګډون ټول ۶ کسه وټاکل شول، ځلاند وايي چې په دې روزنيز ورکشاپ کې په بېلا بېلو مسایلو تحقيقي رپوټونه جوړ شول.
سایر ځلاند وايي چې په یاد پروګرام کې افغان ژورنالیستان ډېر ښه وځلېدل او د دوی فعالیتونو ته د نورو هېوادونو ځوانان ګوته په غاښ پاتې وو، دی وايي، په داسې پروګرامونو او په اصطلاح ټریننګونو کې خصوصاً د افغانو ځوانانو ګډون ډېر ضروري دی.
ما ویل لاس ته راوړنې خو مو د ستایلو وړ دي، خو که په یاد پروګرام کې د افغانو ځوانانو کومې نیمګړتیا ځورولی وې، کیسه یې راته وکړې، نو ځلاند وویل چې هلته له ده سره ځينې تللي افغان ځوانان په انګریزي ژبه نه پوهېدل، چې دې نېمګړتیا ته باید ځوانان پام وکړي.
عالم وايي چې که یوه ژبه دې زده ده یو کس یې او که څو ژبې دې زده وي نو څو نفره یې، نو ریښتیا هم د نورو ژبو زده کول د علم په پیاوړتیا کې راسره ډېره مرسته کولی شي. په دې هیله چې د سایرځلاند په څېر افغان ځوانان هسکه غړۍ خپل هېواد ته له ډېرو لاسته راوړنو سره راشي، ننۍ تاندې څانګې پای ته رسيږي.
دا خپرونه چې په کابل کې یې نورګل شفق جوړوي او هره شنبې او تکرار یې دوشنبې خپريږي، د ازادي راډيو په ویبپاڼه او فیس بک پاڼه هم اوریدلی او لوستلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
د ځوانانو لپاره د ازادي راډیو ځانګړې خپرونه تاندې څانګې
www.azadiradio.com
که چېرې غواړئ موږ ته بریښنالیک راولیږئ نو پته ده:
ShafaqN@rferl.org