احمد جاوید: د پکتیا په سیدکرم ولسوالۍ کې ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي

په پکتیا ولایت کې، د افغان ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په دغه ولایت کې د ځانکړو ځواکونو د لومړۍ لوا ویاند احمد جاوید نن ازادۍ راډیو ته وویل چې، دغه وسله وال تیره شپه د سیدکرم ولسوالۍ په ډم سیمه کې وژل شوي دي.

هغه وویل چې، په وژل شوو وسله والو کې ۹ تنه انتحاري حمله کوونکي هم شامل دي.

د یوبل خبر له مخې په کندزولایت کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې د ملاعبدالواحد په نوم د وسله والو طالبانو د یوه قومندان په ګډون څلور وسله وال وژل شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د امنيي قومندانۍ ویاند سید سرورحسیني نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه مرګ ژوبله تیره شپه د دشت ارچي ولسوالۍ په دفتاڼو سیمه کې وسله والو طالبانو ته اوښتې ده.

حسیني زیاته کړه چې، په یاده نښته یو پولیس هم ټپي شوی دی.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.