د افغانستان د دفاع وزارت وایي، چې د پکتیکا په ارګون ولسوالۍ کې د موټر بم د چاودنې له امله د وژل شوو کسانو شمیر نهه اتیاوو ته ورسید.
د دې وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي ازادي راډیو ته وویل؛ چې دغه موټر بم د ارګون ولسوالۍ په بازار کې د یوه مارکیټ دننه چاودیدلی دی.
"زموږ یو ټولی، چې سیمې ته نږدې و، د پیښې ځای ته له اتو امبولانسونو او دوه هليکوپټرو سره رسیدلی دی؛ زموږ ځواکونو تراوسه د نهه اتیا کسانو مړي پیدا کړي دي؛ زموږ قطعاتو دوه څلویښت ټپیان هم د ښرنې روغتون ته انتقال کړي دي؛ کوم کسان، چې له خاورو راویستل شوي، ملکیان دي."
د پکتیکا چارواکي وایي، چې دغه چاودیدونکي مواد په یوه مازدا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو او هغه مهال وچاودیدل چې د پولیسو له خوا ودرول شو.
د دې ولایت د امنیت آمر نثار احمد عبدالرحیمزي ازادي راډیو ته وویل؛ چې په وژل شوو کې دوه پولیس هم شامل دي.
تراوسه چا د دې حملې مسوولیت نه دی اخیستی.