د مسکو ښار ترځمکي لاندې ټرانسپورټ یا میټرو کې د ټرین د ډبو د بې لارې کېدو له امله لږترلږه ۱۲تنه مړه او له سلو زیات ټپیان شوي دي.
پېښه نن سهار هغه مهال وشوه چې؛ خلک کارونو ته روان وو.
د روسیې د عاجلو چارو وزارت وایي، د برښنا د شارټۍ له امله د خطر زنګ ووهل شو؛ ټرین سمدستي ودرول شو او یو شمېر ډبې له پټلۍ څخه ووتلي.
د عاجلو چارو وزارت وایي، شاوخوا ۲۰۰ کسان له ټرین څخه ایستل شوي دي.
د مسکو د روغتیا رییس "جورجي ګولوخوف" وایي؛ یو کس لاهم د ټرین په خرابو کې بند پاته دی؛ خو ژوندی دی.
د ټپیانو د انتقال لپاره له هلیکوپټرو څخه کاراخیستل شوی دی.