د پکتیکا امینتي چارواکي، وایي چې، د دې ولایت په ارګون کې د چاودنی له امله پنځه ویشت تنه وژل شوي او د دېرش تنو په شاوخوا کې کسان ټپیان دي.
د پکتیکا د امنیت امر سمونمل نثار احمد عبدالرحیمزي ازادي راډیو سره په خبرو کې یاده پیښه تاید کړه او وایي چې، چاودنه وروسته له هغې رامنځ ته شوه؛ کله چې حمله کوونکي د پولیسو له خوا وپیژندل شو.
ښاغلی عبدالرحیمزی وایي، چې د حمله کوونکی هدف نامعلوم دی او په پیښه کې ټول ملکي وکړي وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دی ویلي.