"د ملي پاڅون په نوم یوه ګوند د ایتلافي حکومت پرضد مظاهره وکړه"

Your browser doesn’t support HTML5

د ملي پاڅون د ګوند د یو شمیر غړو په هیواد کې د ایتلافي حکومت رامنځته کیدو پر ضد مظاهره کړې ده. دې مظاهره کوونکو چې شمیر یې لسګونو تنو ته رسیده؛ د دوشنبې په ورځ د کابل د عیدګاه جومات نه د پښتونستان واټه پورې لاریون وکړ او ویل یې، انتخابات باید یو ګټونکی ولري.