لیبیا: د طرابلس د هوایي ډګر په جګړه کې لږ تر لږه ۷ کسان وژل شوي

په لیبیا کې د رقیبو ډلو ترمنځ له سختو جګړو وروسته له دې هېواده د ملګرو ملتونو نړېوال کارکوونکې په موقت ډول نورو ځایونو ته انتقال شوي دي.

د لیبیا د مرکز طرابلس د هوایي ډګر د نیولو په جګړه کې لږ ترلږه ۷ کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو یو ویاند تائید کړې چې نړېوال کارکوونکې له لیبیا څخه ایستل شوي، خو زیاتې څرګندونې یي ونه کړي.

ویاند زیاته کړه، که په لیبیا کې امنیتي وضعه نوره هم خرابه شي، نو د ملګرو ملتونو سازمان به په دغه هېواد کې خپل پاته ټول مامورین هم په موقت ډول وباسي. یوه منبع وایي، د ملګرو ملتونو د مامورینو شمیر په لیبیا کې بیخې کم شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، دا سازمان په لیبیا کې شاوخوا ۲۰۰ نړېوال او سیمه ییز کارکوونکی لري.