کندز: سږکال په دغه ولایت کې د وریښمو صنعت په ټپه ولاړ دی

د کندزولایت د کرنې مسوولان وایې، سږکال په دغه ولایت کې د وریښمو صنعت په ټپه ولاړ دی.

د کندز د کرنې د ریاست د وریښمو د چینجیو مدیرعبدالستار سروري ازادۍ راډیوته وویل، دغه صنعت ځکه په ټپه دریدلی چې د هغو موسسو دفترونه تړل شوي چې د وریښمو صنعت کارانو ته به یې د وریښمو تخم ویشه.

ښاغلي سروري زیاته کړه، تیر کال دوي د کندزپه سطحه څه باندې ۳۰۰۰ کیلو ګرامه وريښم ترلاسه کړي و، خو سږکال یې هیڅ نه دي ترلاسه کړي.