فیفا: د ټاکنو کمیسیون دې د رایو د بیا شمېرلو لپاره یو طرزالعمل ترتیب کړي

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسه فیفا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون څخه غواړي چې؛ د رایو د بېرته شمیرلو په پروسه کې د شفافیت په هدف یو طرزالعمل ترتیب کړي.

په افغانستان کې د فیفا موسسې ویاند محمد فهیم نعیمي نن آزادي راډيو ته وویل؛ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید دغه طرزالعمل ژر تر ژره عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تېره شپه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې؛ تر راتلونکو څلرویشتو ساعتونو پورې به په انتخاباتو کې د کارول شوو ټولو رایو تفتیش د دواړو کاندیدان له موافقې وروسته پیل شي.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یوناما له نړېوالو څارونکو وغوښتل چې؛ د رایو د څیړنې څارنه دې وکړي.