بارکزی: په دویم پړاو انتخاباتو کې ځینې خبریالان طرف واقع شوي

د افغانستان د ژورنالیستانو سراسري شورا وايي؛ د انتخاباتو په دویم دور کې ځینې خبریالان بې طرفه نه دي پاتې شوي چې دا د اندیښنې وړ خبره ده.

د دې شورا رییس حفیظ الله بارکزي نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل؛ د دوی د معلوماتو له مخې په دویم دور انتخاباتو کې ځینې خبریالان طرف واقع شوي او که دا کار دوام وکړي نو د هیواد انتخاباتي لانجه به نور هم کړکیچنه شي.

ښاغلي بارکزي له ټولو خبریالانو وغوښتل چې؛ نړیوال منل شوي اصول او د بې طرفۍ اصل ته په پام سره دې خپل کارونه مخته یوسي.