د روسیې ولسمشر ناببره نیکاراګوا ته ولاړ

د روسیې جمهور رییس ولادمیر پوتین چې په یوه شپږ ورځني سفر جنوبي امریکا ته تللی په نامنتظره توګه په نیکاراګوا کې تم شو.

له ښاغلي پوتین څخه د مرکز ماناګوا په هوايي ډګر کې د نیکاراګوا ولسمشر دانیال اورتیګا هرکلی وکړ.

دا لومړی ځل دی چې د روسیې ولسمشر له نیکاراګوا لیدنه کوي؛ هغه هیواد چې په ۱۹۸۰ کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد نږدې ملګری پاتې شوی.

پوتین له کیوبا څخه نیکاراګوا ته ستون شوی. په کیوبا کې یې له ولسمشر "راوول کاسټرو" سره لسګونه اقتصادي تړونونه لاسلیک کړل چې؛ ډیری د تیلو په برخه کې دي.

پوتین همداراز د کیوبا له متقاعد ۸۷ کلن رهبر فیډل کاسټرو سره هم وکتل.

ښاغلي پوتین وویل، په ډېرو ځایونو کې له لاتینې امریکا سره د څو تکنالوژیکي همکاریو په تمه ده.

پوتین به له دې وروسته ارجنټاین ته ولاړ شي او بیا به برازیل ته سفر وکړي؛ څو د مخ پر وده مارکیټونو د هیوادونو په غونډه کې برخه واخلي.