په ننګرهار ولایت کې چاودنې درې تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، نن سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیه اړوند د جلال اباد تورخم په غځیدلي سړک په یوه زرنج موټر سایکل کې داسې مهال چاودنه رامنځته شوې؛ چې له سیمې څخه د ملي اردو موټر د تېرېدو په حال کې و.

د ولایت ویاند احمدضياعبدالزی وايي؛ په زرنج کې چاودیدونکي توکي له مخکې نه ځای پرځای شوي وو؛ چې د چاودنې له امله د ملي اردو موټر زیانمن شوی او دوه تنه ټپیان شوي دي.

بلخوا د ننګرهار د مرکزي روغتون مشر ډاکټر همايون زهير وايي؛ د پيښې له ځای څخه ورته دوه جسدونه او یو ټپي ماشوم وروړل شوي دي؛ چې په وژل شويو کې یو تن امنيتي کس دی.

د سیمې خلک وايي، کله چې چاودنه رامنځته شوه، د ملي اردو سرتیرو د عامو خلکو پر موټرو هم ډزې کړي؛ چې هلته په سیمه کې امنيتي کسان دا تورونه نه مني.