په ویانا کې د ایران د اټمي لانجې په اړه غونډه کیږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلیم هیګ او د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شټاین مایر به نن او سبا په ویانا کې د ایران له استازیو سره د دغه هیواد د اټومي لانجې په اړه خبرې وکړي.

په دې غونډې کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د نړۍ شپږو پیاوړیو هیوادو او ایران ته د جولای شلمه ضرب الاجل ټاکل شوی دی؛ څو د ایران د اټومي هڅو د راکمېدو لپاره جوړجاړی وشي.

د امنیت شورا غړي او جرمني له ایرانه غواړي چې؛ د یورانیمو د غني کولو کچه راکمه کړي؛ څو په بدل کې یې پر دغه هیواد بندیزونه سست شي.

بل لور ته تېره اونۍ د ایران مذهبي مشر ایت اله علي خامنه یي وویل چې؛ د یورانیمو د غني کیدو کچه به لوړه کړي.