جان کري نن له عبدالله عبدالله او اشرف غني سره يوځل بيا وګوري

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري به افغانستان ته د خپل سفر په دويمه ورځ نن د ولسمشرۍ له دواړو کانديدانو سره يوځل بيا وګوري.

ښاغلى کري به د رايو د څېړنې او د يوه هراړخيز او پراخ حکومت د جوړولو پر لارو چارو او پېشنهادونو خبرې وکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير کري وويل؛ افغانستان په يوه ډېر حساس وخت کې دى چې؛ هغه په متوازن ډول قدرت انتقال دى.

جان کري پرون له دواړو کانديدانو عبداله عبداله او اشرف غني احمدزي سره تر کتنې لنډه شېبه وروسته له ولسمشر حامد کرزي سره خبرې وکړې.

د لومړنيو نتايجو له مخې اشرف غني احمدزي څه باندې ٥٦ فيصده رايې ګټلې دي. خو چارواکي وايي، وروسته تر هغه چې درې مليونه رايې بيا وڅېړل شي، ښايي دغه فيصدي بدله شي.