"ډېر ژر به د هلمند سنګین ولسوالۍ له وسله والو پاکه شي"

د هلمند چارواکي وايي، د سنګين ولسوالۍ په څو سيمو کې پوځي عمليات روان دي او ډېر ژر به هغه سيمې تصفيه شي چې؛ د وسله والو په ولکه کې دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک ازادۍ راډيو ته وويل؛ دغه پوځي عمليات د افغان قواوو له خوا پرمخ بېول کیږي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي؛ درې اوونۍ مخکې په سلګونو وسله والو د هلمند پر سنګين ولسوالۍ بريد وکړ چې؛ هلته تر ماتې خوړلو وروسته يې په نورو شمالي ولسواليو کې بريدونه پيل کړل.

د هلمند چارواکي وايي، دغه وسله وال کسان چې بهرنيان هم په کې شامل دي؛ د هلمند په شمالي ولسواليو کې مات شوي او اوس يوازې د سنګين ولسوالۍ په څو سيمو کې مقاومت کوي.