فیضي: جان کري له ولسمشر کرزي سره د انتخاباتي لانجې په اړه خبرې وکړې

د ارګ ماڼۍ وایي، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، چې اوس په کابل کې دی نن سهار له افغان ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل او د انتخاباتو په سر په راولاړی شوې لانجې یې ورسره خبرې وکړې.

د ولسمشر کرزي ویاند ایمیل فیضي له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل چې په دې لیدنه کې د لانجې په بیلابیلو اړخونو او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي په طرحې هم خبرې شوې.

ټاکل شوې جان کري نن د جمهوري ریاست له دواړو کاندیدانو سره تر لیدنې وروسته بیا هم له ولسمشر کرزي سره وګوري.


دا مرکه په کابل کې د ازادۍ راډیو همکار حمید مهمند کړې:

Your browser doesn’t support HTML5

له ایمل فیضي سره مرکه