اسرائیلو د څلرمې ورځې لپاره هم په غزې تړانګې بمبارۍ ته دوام ورکړ

اسرائیلو نن د څلرمې ورځې لپاره په غزې تړانګې بمبارۍ ته دوام ورکړ، له هوا او سمندر له لارې یي هدفونه وویشتل.

دا په داسې حال کې ده چې حماس وسله والو پر اسرائیلو نور توغندي هم ویشتلي دي.

د نن ورځې بمبارۍ کې په رافا کې د اسلامي جهاد ډلې د یوه غړي کور په نښه شوی و او ۱۱ کسان په کې ووژل شول.

د څلورو ورځو بمباریو کې تر اوسه لږ تر لږه ۸۲ فلسطینیان وژل شوي چې اکثره یي ملکېان دي.

فلسطینیانو ویلي، د اسرائیلو سمندري ځواکونو هم په غزې ښارکې پر امینتي ودانۍ حمله کړې ده.

اسرائیلي مشرانو په غزې باندې د ځمکني یرغل خبرې کړې او شاوخوا څلویښت زره احتیاطي عسکر یي سمبال کړي دي.

په عین حال کې د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما د اسرائیلو صدراعظم بینیمین نتنیاهو ته د پنجشنبې په ورځ ویلي و، چې متحده ایالات د یوه اوربند د ټینګیدو لپاره په خبرو کې مرستې ته چمتو دي او له دواړو خواو یي غوښتي چې له حوصلي کار واخلي.