حامدکرزی: د ټولنیزو شبکو کارونکي دې اسلامي او ټولنیز ارزښتونه نه زیانمنوي

افغان ولسمشرحامد کرزي د ټولنیزو شبکو لکه ټویټر او فیسبوک د افغانستان د خلکو ترمنځ د معلوماتو او نظریاتو د بدلولو لپاره یوه ګټوره وسیله وبلله خو، وایې ترډیره باید داسې وکارول شي چې د نورو شخصت په کې زیانمن نه شي.

افغان ولسمشرپرافغانانو غږکړی چې د ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک، ټویټر او داسې نورو په کارولو سره اسلامي او ټولنیز ارزښتونه زیانمن نه کړي.

ولسمشرکرزي په خپله اونیزه راډیویې وینا کې په ځانګړي ډول پرافغان ځوانانو غږ کړی چې له دغو شبکو څخه د معلوماتو او نظریاتو په شریکولو سره په سالمه توګه ګټه واخلي.

ښاغلي کرزي وویل:

″زه له ټولو رسنیو، په تیره بیا د ټولنیزو رسنیو کارونکو څخه د زړه له کومې غواړم چې اداب، د کلام عفت او د ملي او ټولنیزو ارزښتونو درناوی په پام کې ولري او زموږ د هېوادوالو پر شخصي حریم له تجاوزه په کلکه ډډه وکړي.″

ولسمشرکرزي د بیان ازادي د تیرو دولسو کلونو یوه لویه لاسته راوړنه بللې، خو وایې په خوندیتوب کې یې باید هڅه وشي.