د م.م عمومي منشي به امنیت شورا ته د اسراییل او فلسطین ترمنځ د خراب وضعیت په اړه معلومات ورکړي

د ملګرو ملتو عمومي منشي بانکي مون به نن د امنیت شورا ته د اسراییل او فلسطین ترمنځ د خراب وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

په دې روان بحران کې د تلفاتو شمېر د لوړیدو په حال کې دی.

د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون د حماس پرضد د خپلو اقداماتو د لا شدیدولو خبرداری ورکړ.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون پرون د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیرجان کري، د فلسطیني ادارې له مشرمحمود عباس او د سیمې د یو شمېر هېوادو له رهبرانو سره وکتل.

بانکي مون وویل، په سیمه کې وضعیت ډیرسخت او له تشدده ډک دی.

په غزه کې د حماس پرضد د اسراییل د عملیاتو له پيله راهیسې لږ تر لږه اویا تنه د اسراییلي الوتکو په هوايي حمله کې وژل شوي چې یوولس ښځې او اتلس ماشومان په کې شامل دي.

ترټولو وروستۍ حمله په غزه کې د خان یونس پرسیمه شوې او لږ تر لږه لس تنه په کې وژل شوي دي.